افغانستان

امریکايي سازمان «فریډم ناوو» پر مدني فعالانو د طالبانو د «بریدونو» د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې د درېیو لاریون کوونکو نجونو او د هغوی د ورور د نیول کېدو په غبرګون کې د امریکا د «فریډم ناوو» موسسې ویلي، چې پر مدني فعالانو د طالبانو بریدونه باید پای ته ورسېږي.

دې سازمان د ایکس کې په یوه لیکنه کې زیاته کړې، چې طالبانو په کابل کې د الهه، نادیه او آزاده په ګډون درې مظاهره کوونکې ښځې او د هغوی ورور له خپل کور څخه وړي دي.

«فريدم ناو» د پلچرخي په زندان کې د يوې ښځينه لاريون کوونکيې منیژه صديقي پرله پسې زنداني کېدو ته په اشارې سره وويل: « ښځينه لاريون کوونکې منيژه صديقي لا هم د طالبانو په زندان کې ده.»

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو يوې فعالې تمنا رضايي هم پژواک خبري آژانس ته وويل، چې د هغې درې خويندې او يو ورور د طالبانو له خوا نيول شوي او وايي، چې خور او ورور يې درې ورځې وړاندې د کابل په دشت برچي کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونيول شول او نامعلوم ځای ته وړل شوي.

خو په کابل کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ د دغو څلورو کسانو نيول رد کړل او دا يې «انګازه» وبلله.

هغه وويل: «څوک چې د دغه ډول نيولو ادعا کوي، ژر تر ژره دې اړونده امنيتي رياست ته خبر ورکړي.»