افغانستان

بروکینګز نهاد : طالبانو تهران ته د فاطمیون ځواکونو د استخدام اجازه ورکړې ده

د بروکینګز نهاد، په یوه نوي راپور کې په کندهار او کابل کې د سرچینو په حواله ویلي، چې طالبانو تهران ته اجازه ورکړې چې د فاطمیون ځواکونه استخدام کړي.

په راپور کې راغلي چې ایران هبت الله اخندزاده، ته حیرانوونکی لاس رسی لري، او طالبانو تهران ته اجازه ورکړې چې په منځني ختیځ کې د خپلو عملیاتو لپاره په افغانستان کې د شیعه فاطمیون ډلې استخدام ته دوام ورکړي.

د راپور په یوه برخه کې، په کندهار او کابل کې د سرچینو په حواله، طالبانو تهران ته اجازه ورکړې چې په منځني ختیځ کې د خپلو عملیاتو لپاره په افغانستان کې د شیعه فاطمیون ډلې استخدام ته دوام ورکړي.

بروکینګز لیکلي: «په کندهار او کابل کې سرچینو راته وویل چې طالبانو تهران ته اجازه ورکړې چې په منځني ختیځ کې د مقاومت پر بنسټ د عملیاتو لپاره په افغانستان کې د شیعه فاطمیون استخدام ته دوام ورکړي. د يادونې وړ ده، چې په ايران کې د جنورۍ د مياشتې له بريدونو وروسته، تهران په افغانستان کې پر موخو بريدونه نه دي کړي او پر ځای يې په پاکستان کې د يوې بلې سُني وسله والې ډلې جېش العدل ادعا شوې شتمنۍ يي په نښه کړي ده.

لښکر فاطمیون یو نیمه پوځي ځواک دی چې د ایران د قدس ځواک سره تړاو لري او په زرګونو افغانان شیعه مذهبه پکي شته ؛ هغه ځواک چې د ایران په استازیتوب د سوریې په جګړو کې د بشارالاسد د مخالفینو پر ضد جنګیږي ،په ۲۰۱۸ کې، په فاطمیون کې د مړو شمیر ۲۰۰۰ او د ټپیانو شمیر ۸۰۰۰ وه.

په راپور کې راغلي چې روسیه د ایران په پرتله پر طالبانو لږ نفوذ لري، خو کولای شي چي له طالبانو وغواړي چې د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې ځانګړي اقدامات وکړي.

د بروکینګز ، په راپور کې راغلي: «د ایران په پرتله پر طالبانو د لږ نفوذ له کبله روسیه باید د ایران زغم ته پام وکړي» مسکو کولی شي له طالبانو وغواړي چې د داعش د خراسان څانګې پر ضد ځانګړي اقدامات وکړي، او طالبان به هم ممکن اجازه ورکړي. خو له دې هاخوا، مسکو په منځنۍ آسیا کې د خپل پوځي چمتووالي له پیاوړتیا پرته بل څه نه شي کولی – په ګډون په قرغزستان او تاجکستان کې د خپلو هډو په شمول، چې د کروکس له برید وړاندې یې ښودلې وه».

په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه محمد رادمنش وايي: «ملګري ملتونه او نړۍ د داعش او ټي ټي پي د عملیاتو پایلې په اندېښمنۍ سره تعقیبوي، چې هغه هم خورا خطرناکې ترهګرې ډلې دي او دوی یو لوی ګواښ ګڼي».

له دې ټولو سره سره، د سیمې هېوادونه په پرله پسې ډول په افغانستان کې د طالبانو په ځانګړې توګه د داعش د خراسان څانګې تر ادارې لاندې د ترهګرو ډلو له شتون او فعالیت څخه اندېښمن دي. دا ډله چې ویل کېږي له افغانستانه ده، د نورو هېوادونو د نښه کولو نیت لري.