افغانستان

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت:په تېرو شپږو میاشتو کې په «ډېرو» ولایتونو کې «هیڅ امنیتي پېښه» نه ده رامنځته شوې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ادعا کړې، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې «هیڅ یوه امنیتي پېښه هم نه ده رامنځته شوې او په همدي ولایتونو کې هېڅ د امنیت ضد حرکت هم نه دی شوی».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په راپور کې د دي ولایتونو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

په دي راپور کې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خوا په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وړاندې شوی، ویل شوي چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوې دي، ۷ زره ۲۳۳ قضیې کشف او ۱۵۲۵ نورې قضیې تر څېړنې لاندې دي.

په دي راپور کې راغلي، چې په دې موده کې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر ضد ۱۵۵۴۹ عملیاتونه شوي، چې په دي عملیاتو کې ۵۶۶۳ تنه شکمن کسان نیول شوي او ۱،۱۷۸ ټنه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

د دي راپور پر بنسټ، په دې موده کې د نشه يي توکو ۳۷۷ فابریکې کشف او له منځه وړل شوې او ۱۹ زره روږدي کسان روغتیايي مرکزونو ته استول شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په دغو شپږو میاشتو کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي او ۱۸ تښتول شوي کسان خوشي شوي دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې په هېواد کې د امنیتي پېښو د ۳۸ سلنه زیاتوالي خبره کړې او زیاته کړې یې ده، چې ډېری دا پېښې د نشه یي توکو په کښت او تولید کې د ښکېلو کسانو په شخړو پورې تړاو لري.

د ملګرو ملتونو په راپور کې، چې د تېر کال له عقرب میاشتې څخه تر عقرب میاشتې پورې پوښښ لري، ویل شوي، چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي مخالفینو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې له دې جملې څخه یې د ازادۍ جبهې ۲۴ بریدونه کړي دي، او دا ځل یې په ښارونو بریدونو باندي غور کړی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په درېیو میاشتو کې داعش د درېیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې د داعش په وروستي برید کې ۲۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په راپور کې دا هم ویل شوي چې د پاسپورټونو د وېش ظرفیت به هره ورځ له ۶ زرو څخه ۱۰ زرو ته لوړ کړي، په راپور کې راغلي چې په شپږو میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.