افغانستان

د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان د «ترهګریزو فعالیتونو سرچینه» بللی دی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د ایکس پاڼي په یوه لیکنه کې ویلي، دي چې په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي له کبله له افغانستان سره د پولې په وضعیت کې د بنسټیزو بدلونونو راوستلو ته اړتیا ده.

هغه ادعا وکړه چې افغانستان د پاکستان پر ضد د ترهګرو د فعاليتونو سرچينه ده ،او د پاکستان له هڅو سره سره طالبانو په دې برخه کې کوم پرمختګ يي نه دی کړی.

هغه دا هم وویل چې ترهګر د افغانستان له خاورې څخه په آزاده توګه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، دي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله د نړۍ د نورو هیوادونو له پولو سره توپیر لري او دې ته په پام کې نیولو سره چې له طالبانو سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې، پاکستان به د ټولو نړیوالو او سیمه ییزو قوانینو پلي کولو ته اړتیا ونه لري.

هغه زیاته کړه: «د ترهګرو تګ او راتګ باید ودرول شي».

د هغه په وينا، که د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونيول شي، دواړه هېوادونه د دوو ښو ګاونډيانو په څېر خپلو اړيکو ته دوام ورکولى شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ په ويزو او پاسپورټونو په لرلو سره دوام کولى شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ د پاکستان یوه پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي او دواړو لورو د سوداګرۍ او صنایعو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.