افغانستان

د اکانوميست: داعش د خراسان څانګه په افغانستان کي له نړۍ سره په جګړه بوخته ده

اکانومیست مجلې په یوه تحلیل کې لیکلي، دي چې د «داعش د خراسان څانګه» د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې له نړۍ سره په جګړه بوخته ده.

په دي شننه کي په مسکو کښې د دغې ډلې حملې ته په اشارې سره ویل شوی دی چې د داعش د خراسان څانګې نړیوال هوډ د مارچ په ۲۲ په ډاګه شو.

د دې شننې پر بنسټ، که په مسکو کې د داعش پر خراسان څانګې د برید تورونه ثابت شي، نو دا به په ډاګه شي چې د دغې ډلې نور دښمنان لکه چین او امریکا هم د داعش د خراسان څانګې د بریدونو د هدفونو په لېست کې دي.

په دې تحليل کې دا هم ويل شوي چې د داعش خراسان مامورين هم طالبان په لويديځ د پلورل شوې وسيلې په توګه ګڼي. ځکه چې د نورو ګناهونو تر څنګ طالبان له «غیر اسلامي» ډیپلوماټانو سره ملاقات کوي او «کافرانو» ته اجازه ورکوي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ هم وخت په وخت د داعش د خراسان څانګې د مرکزونو او پټنځایونو په اړه متضادې ادعاوې خپروي.

د دي رسنیو له لوري په تازه خپاره شوي دوو راپورونو کې د افغانستان په دوو بېلابېلو ګاونډیو هېوادونو کې د داعش د خراسان څانګې مرکزونه، پټنځایونه، د بم جوړولو ورکشاپونه او د داعش ډلې د سرچینو یادونه شوې ده.

د دي رسنیو په لومړي راپور کې ویلي، چې د داعش خراسان څانګه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پټنځایونه، تعلیمي مرکزونه او د بم جوړولو ورکشاپونه لري او پر دې سربېره د دې ډلې مشر هم د پاکستان په همدي ولایت کې دی.

خو له هغې وروسته او بله ورځ دغې رسنیو ادعا وکړه چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته تاجکستان د «داعش د فکر د تولید تر ټولو ستره سرچینه» ګرځېدلې او د دي هېواد وګړي چې د دغې ډلې غړي دي، له ځانه سره يي لري، په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې یې څو وژونکي بریدونه هم ترسره کړي دي.

په همدې حال کې تاجکستان او د ګډ امنیتي تړون سازمان په وار وار د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو د خپریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او په دې وروستیو کې د دي تړون سرمنشي وویل ،چې د دي تړون هیوادونو سرحدونه په ځانګړې توګه تاجکستان به افغانستان ته «پیاوړتیا» ورکړی.