Uncategorized @ps افغانستان

په فراه ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له کبله يو تن ووژل شو

د هېواد په لوېديځ کې په فراه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او اته نور ټپيان شول.

سرچینه زیاتوي، چې دا پېښه پرون (سه شنبه) د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس له یوه بار وړونکي بار وړونکي موټر سره ټکر شو.

له دې پېښې وروسته آمو ته په لېږل شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې په دې پېښه کې بار وړونکي موټر ته ډېر زیان رسېدلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.