افغانستان سویلي آسیا

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د جبري وتلو د دویم پړاو له پیلېدو اندېښمن دي

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې د پاکستان د نوي حکومت له خوا د اجباري وتنې د دویم پړاو له پیلېدو اندېښمن دي، وايي، چې له خپلو کورونو نه شي وتلای او له همدې امله د کار د نشتوالي له امله له بې وزلۍ او کړاو سره مخ دي.

دغه کډوال وايي، چې په ډېرو حالاتو کې د بندیانو په څېر ژوند کوي او د پاکستاني پولیسو له خوا د نه پېژندلو له امله خپلو ماشومانو ته د وتلو اجازه هم نه ورکوي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي ادارې په دې وروستیو کې ویلي، چې د اپریل تر ۱۵مې (۲۷حمل) پورې به د افغانستان د کډوالو د پېژندنې پروسه بشپړه کړي.

د دغو کډوالو له ډلې یوه رویا چې له دوو کلونو راهیسې له خپلو اوو ماشومانو سره په پاکستان کې مېشته ده، وايي چې د آسانتیاوو د نشتوالي له امله یې خپل مېړه له لاسه ورکړی او اوس له بې وزلۍ او سختیو سره د اجباري وتلو له ګواښ سره هم مخ ده.

هغه وايي: «ځینې شپې موږ ډوډۍ نه لرو او باید په وږي نس ویده شو.» له خپل مېړه سره مو د ملګرو ملتونو دفتر ته د خپلې قضيې لپاره لاړو، خو دا چې درمل يې نه شوی اخیستی او د زړه حمله يې درلوده، مېړه مې هلته مړ شو. اوس زه بیا کابل ته نه شم تللی، هلته طالبان دي، زه باید دلته ووسم، او دلته هم وضعیت زما لپاره ډېر ستونزمن دی.»

بې وزلي او محرومیت هم د کریم او کاجل د ماشومتوب نړۍ ته تور رنګ ورکړی دی. دوی وايي، چې له سهاره تر ماښامه د ډوډۍ د موندلو لپاره سوال کوي.

کاجل، چې په پاکستان کې کډواله ده، وايي: «موږ مرکز ته ځو.» کله چې موږ د سل یا دوه سوه کلدارو کار وکړو، نو دومره پیسې هیڅوک نه کوي، که موږ درې یا څلور سوه کلدار ترلاسه کړو، خو کله چې بېرته کورته راشو، بیا په کور کې راته غصه کېږي چې دومره کم کار مو کړيدی».

په پاکستان کې یو کډوال کریم وايي: «موږ له افغانستان څخه دلته راغلي یو، ځکه چې په افغانستان کې نه ډوډۍ وه او نه پیسې. دلته هم نه ډوډۍ شته او نه هم پیسې. زما یو ورور وو، چې زما سره یې کار کاوه. «هغه اوس ناروغه دی او موږ د خوړلو لپاره هیڅ نه لرو.»

د دې اندېښنو ترڅنګ اقتصادي ستونزې هم هغه مهمې ننګونې دي، چې تل په پاکستان کې د افغانستان کډوال ځوروي.

په پاکستان کې د افغانستان مهاجرینو د شورا مرستیال میوند علمي افغان وايي: «تر هغه ځایه چې موږ په جریان کې یو، زموږ له ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنه کډوال د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. دا پدې مانا ده چې د دوی اقتصادي ستونزې ډیرې دي. ښايي ۱۰-۱۵ سلنه که له اقتصادي ننګونو سره مخ نه وي، پاتې نور ټول له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، پاکستان د افغانستان اوسېدونکو د مهاجرت د لوړې څپې شاهد وو.

پاکستاني چارواکي وايي، په دې پړاو کې له ۸۰۰ زرو د څخه څه کم د افغانستان وګړو له طالبانو د تېښتې، بې وزلۍ په ګډون د بېلابېلو دلايلو له امله، درېيمو هېوادونو ته تګ او په پاکستان کې پناه غوښتې ده.