افغانستان

طالبان: د حکمتیار د اوسېدو ځای «بحث پاروونکی» وو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د محاصرې او بې وسلې کولو په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه پخوانی استوګنځی «بحث پاروونکی» وو.

نوموړي په ایکس کې په یوه لیکنه کې ویلي چې: «د ښاغلي حکمتیار په اړه په رسنیو کې خپاره شوې آوازې حقیقت نه لري».

طالبانو د حزب اسلامي مشر «جهادي شخصیت» بللی او ویلي یې دي: «د هغه پخوانۍ هستوګنه « د بحث وړ »وه، خو ټاکل شوې وه چې په مناسب ځای کې ژوند وکړي.

مجاهد دا هم ویلي، چې د ښاغلي حکمتیار پر وړاندې «بل کوم اقدام»نه دی شوی.