افغانستان

د طالبانو د اقتصاد وزیر په کابل کې د ناروې له سفیر سره د «اقتصادي همکاریو د ښه کولو»په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي دي، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دین محمد حنیف په افغانستان کې د ناروې له سفیر پاول کلومن بیکین سره په لیدنه کې د «اقتصادي همکاریو پر ښه والي او د بشري مرستو پر دوام» خبرې کړې دي.

دې وزارت نن (سه شنبه) په ایکس کې وویل چې، د دوی د اقتصاد وزیر په دې ناسته کې د متوازن انکشاف، زیانمنو سیمو ته د خدماتو وړاندې کولو او د اقتصادي لومړیتوبونو او د خلکو د اړتیاوو سره سم د پروژو پلي کولو ته د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ.

د ناروې سفارت تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.