Uncategorized @ps افغانستان

ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر ټینګار د ښځو په «دره وهل او سنگسار» ښځې ناهيلي وبللې

ملګرو ملتونو د عامو خلکو په مخ کې د ښځو په سنګسارولو او په درو وهلو باندې د طالبانو د مشر اصرار خورا خواشینونکی بللی دی.

دا سازمان د ښځو پر وړاندې د طالبانو د فرمانونو پر لغوه کېدو ټینګار کوي او وايي چې د دې فرمانونو له مخې له افغان ښځو سره د ناسم چلند په اړه اندېښنه لري.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې پر افغان ښځو د مساوي حقونو د ترلاسه کولو لپاره فشارونه دوام لري.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو مدافعین او د ښځو د اعتراضونو ډلې د طالبانو د مشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې غواړي چې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې سیاسي، دیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

هبت الله اخندزاده ته د منسوب غږیز ټیپ په اړه غبرګونونه دوام لري. یو ټیپ چې په هغه کې د طالبانو مشر له غرب او غربي ډیموکراسۍ سره د جګړې د دوام اعلان کوي او د ښځو د سنګسارولو او په درو وهلو د سزا د عملي کیدو خبره کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وویل: «دا ډیره مایوسه کونکې ده. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ هر وخت د طالبانو په ډیری فرمانونو کې د ښځو سره د ناسم چلند په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې او د دي فرمانونو د لغوه کیدو غوښتنه مو کړې ده. او موږ به د دې لپاره فشار ته دوام ورکړو او په افغانستان او په حقیقت کې په ټولو هیوادونو کې د ښځو لپاره د مساوي حقونو لپاره هڅو ته دوام ورکړو».

یو شمېر ښځې وايي، نجونې او ښځې له خپلو حقونو څخه په بشپړه توګه ناهیلي دي او د هیبت الله په اند به په افغانستان کې د ښځو وضعیت لاپسې خرابیږي

د ښځو د حقونو فعالان وايي، چې د طالبانو په ځانګړي ډول د دوی د مشر د حکمونو تر سیوري لاندې افغان ښځې له زده کړو او کار څخه نیولې تر ټولنیزو محدودیتونو پورې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي، یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، که نړیواله ټولنه د ښځو پر وړاندې د طالبانو نظریه بدله نه کړي، باید د دوی د واکمنۍ د ټینګېدو د مخنیوي لپاره له فشار څخه کار واخلي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې نازیلې جمشیدي وویل: «د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید په یوه همغږي او متحد طریقه پر طالبانو اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي. تر څو چې دا فشارونه په همغږي او یو اړخیز ډول ترسره نه شي، له بده مرغه د هغې اغېزمنتیا ډېره کمه ده. هغه څه چې دوی کولی شي دا دی چې داسې رژیم ته اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې واک ترلاسه کړي او بنسټونه یې پیاوړي کړي».

هغه ته په منسوب غږېز ټیپ کې د طالبانو مشر د خدای (ج)په استازیتوب ادعا کوي او د شریعت پر تطبیق ټینګار کوي.

د ښځو د حقونو ډلې او د ښځو احتجاجي خوځښتونه وايي، چې د هبت الله وروستۍ دریځ به د ښځو وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې حمیدې لساني وویل: «دا پیغام په افغانستان کې د ښځو وضعیت لاپسې خرابوي. ځکه چې عسکر د ملا هبت الله خبرې اوري چې تر خپل مشر ډېر لومړني دي، دوی د خپل مشر خبرې قانون ګڼي او د پلي کولو لپاره يې له يو بل څخه تېرېږي. دوی د دې ښکارندویي کوي چې څومره جرمونه کوو، هغومره به خپل مشر ته د منلو وړ وي، او موږ شرعي قانون په ښه توګه پلي کړی دی».

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سلګونه نارینه او ښځې اعدام شوي او د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د مشر په منظورۍ لږ تر لږه درې تنه اعدام شوي دي.

د کابل اوسېدونکې تمنا وايي: «د طالبانو مشر ویلي چې ښځې په درو وهي او سنګساروي ولې د څه لپاره؟ د افغانستان د نجونو او ښځو محدودول او سپکول بسنه نه کوي. دوی د کار حق هم نه لري، پر دوی ډېر محدودیتونه دي او له کوره د وتلو حق هم نه لري»

ځینو پخوانیو سیاستوالو او چارواکو هم د طالبانو د مشر وروستي دریځ ته غبرګون ښودلی دی. لکه څنګه چې رحمت الله نبیل ویلي چې اوس طالبان د لویدیځ له مرستو ګټه اخلي خو په مناسب وخت کې به یې پیسې ورکړي. رنګين دادفر سپنتا دا هم وويل، چې موږ بايد د نړيوال حکومت او يا هم د نورو مغرضو لارو ته ونه ګورو.