افغانستان

له طالبانو سره د تړون لاسلیک کول « لنډ فکره» وه

د هیل راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشران اوباما، ټرمپ او بایډن په افغانستان او عراق کې د امریکا د ناکامو جګړو وارثان دي او د جورج ډبلیو بوش د «دیموکراسۍ د رامنځته کولو» داستان په بشپړه توګه په دواړو هیوادونو کی پلي نه شو .

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې له طالبانو سره د تړون د لاسلیکولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د ادارې کړنې په افغانستان کې دي ماتې ته «شدت» ورکړی.

د هیل راپور له مخې، د دې تړون لاسلیک دومره «لنډ فکره» و چې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو لاسلیک نه کړ او زلمي خلیلزاد ته یې پریښود.

په وروستۍ وختونه کی، فرانسې د «ترهګریزو بریدونو اټکل»خبرداری ترټولو لوړې کچې ته پورته کړی او بیړنی حالت یې اعلان کړی.

په مسکو کې تر برید مخکې او وروسته امریکايي سناتور ټام کاټن ویلي وو، چې په مسکو کې د داعش برید له افغانستانه د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د «ناوړه» سیاستونو او «خواشنونکی غبرگون» دی.

په همدې حال کې په مسکو کې د داعش له وروستي برید او د دغې ډلې د نړیوالو ګواښونو په اړه له خبرداري وروسته، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مک کال ویلي ،چې له افغانستانه تر وتلو مخکې باید په خراسان کې د داعش خراسان د فعالیت وړتیا کمه شوې او «ارزونه » شوي واي .