افغانستان

د هرات-کابل لویه لار د فراه د کروندګرو او سیمه ییزو طالبانو ترمنځ د نښتې له کبله تړل شوې ده

د فراه ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ یو شمېر کروندګر وايي، چې د بالابلوک ولسوال له ځايي خلکو سره شخصي ستونزې لري او پر بزګرانو یې بریدونه کوی.

په ورته وخت کې د فراه د بالا بلوک ولسوالۍ کروندګرو د طالبانو پر سیمه ییزو چارواکو نیوکه کړې چې د دي اعتراض کوونکو له خوا د هرات – کابل لویه لار د خلکو او سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

ويل کيږي چې په بالا بلوک ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه بزګران په ډزو ويشتلي دي .

د فراه اوسېدونکی امرالله په دې اړه وايي: «موږ نه والي غواړو او نه ولسوال، دوی ټول یو طرفه معامله کوي، په تېرو شلو کلونو کې زموږ ماشومان د طالبانو قرباني شول، مګر دوي پر موږ اوس ظلم کوي».

خو اعتراض کوونکي په فراه کې د طالبانو په ځانګړي ډول د دې ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ د ټولو سیمه ییزو چارواکو د له څوکیو دګوښه کېدو غوښتونکي دي.

د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټر د سړک خلاصیدو ته انتظار باسي. نیول شوي کسان وايي چې طالبان په دغه ولایت کې پر خلکو ظلم کوي.

د فراه یوه اوسېدونکي رحمت الله آمو ته وویل: «موږ د فراه ولایت هیڅ سیمه ییز چارواکي نه منو، موږ د ملا هبت الله او ملا حسن آخند د مرستې غوښتنه هم نه کوو».

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او د بالا بلوک ولسوال هم د آمو تلفوني اړيکو ته ځواب نه دي ورکړي.