افغانستان

طالبان وايي تېر کال تر څلورو میلیونو ډېر برېښنايي تذکرې ووېشل شوې وې

عکس از اداره ملی احصاییه و معلومات.

د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې له څلورو میلیونو ډېرو کسانو ته برېښنايي تذکرې وویشل شوې .

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، تر دې مهاله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲ میلیونه او ۶۸ زره د نارینه وو
او یو میلیون او ۵۶ زره د ښځو د زېږېدنې سندونه د همدي ۷۶مرکزونه د الکترونیکي پیژند پاڼو او «آسانه خدمتونه» د زېږېدنې د سندونو دوېش مرکزونو له لارې وېشل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر کال تر ټولو ډېر د زېږون سندونه وېشل شوي وو، چې نږدې ۷۰۰ د زېږېدنې سندونه یې په کابل ولایت کې وو.

له کابله وروسته؛ کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیات د برېښنايي تذکرو وېشل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په هېواد کې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱۲۹۰۰ زره هېوادوالو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، د نارینه وو لپاره اوه میلیونه او ۵۰۰ زره او د ښځو لپاره نږدې پنځه میلیونه او ۴۰۰ زره د زیږون سندونه وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې له هېواد څخه د کډوالۍ لړۍ د پام وړ لوړه شوې، ځکه يوازې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه تر ۶۰۰ زرو ډېر کسان پاکستان ته کډوال شوي دي.