افغانستان

د ګلبدین حکمتیار زوی وايي، کور یې محاصره نه دی او د خپل اسیدو ځای د بدلولو په حال کې دي.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار، د طالبانو له خوا د حکمتیار د کور د محاصرې په اړه څرګندونې رد کړې او ویې ویل، چې د دوی کور نه دی محاصره شوی او د اوسېدو ځای بدلوی.

حبیب الرحمن حکمتیار زیاته کړه چې له طالب چارواکو سره له میاشتو خبرو اترو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د افغانستان د پخواني حکومت تر منځ هوکړه طالبانو ته د منلو وړ نه ده.

هغه وايي چې له دې هوکړې او د تېر حکومت له خوا ښاغلي حکمتیار ته ورکړل شوي امتیازات یوازې دا ماڼۍ پاتې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو غړی او د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند عبدالنفی تکور په ایکس کې ویلی، چې ښاغلی حکمتیار د طالبانو په خاوره (حکومت) کې اوسېده او اوس د تفاهم او مصلحت له مخې، د هغه لپاره بل ځای په پام کې نیول شوی او هغه به هلته لیږدول کیږي.

تر دې مخکې په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو له خوا د ښاغلي حکمتیار د ایستلو او له افغانستانه د هغه د وتلو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.