افغانستان

د طالبانو مشر لویدیځ ته خبرداری ورکوي، لکه څنګه چې یې شل کاله له دوی سره جګړه کړې، نور به هم شل کاله جګړه کوي

ملا هبت الله په نوي غږیز پیغام کې چې ده ته منسوب شوی، وايي؛ چې جګړه یې لا پای ته نه ده رسېدلې او په افغانستان کې به په ریښتیا هم شریعت او اسلامي حدود نافذ کړي.

همدا راز نوموړی ټینګار کوي چې، طالبان به د شرعي حدودو د پلې کولو لپاره ښځې په عام محضر کې سنګساروي او په درو به یې وهي. په ورته وخت کې، ملا هبت الله ځان د خدای استازی بولي.

خو ځينې ښځې يې په ځواب کې وايي چې، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې جوړې شوې تګلارې هېڅ شرعي بنسټ نه لري. د دوی په خبره، طالبان د شریعت تر نامه لاندې خلک تر فشار لاندې راولي او په دې بهانه یې ښځې له عامه ژونده لرې کړې دي.

د طالبانو مشر لا هم له نړۍ سره په جګړه کې دی. ده ته نوی غږیز پیغام چې د طالبانو له خوا خپور شوی دی وايي، ۲۰ کاله یې د غرب له خوا د ښځو له ټاکل شویو حقونو او د ډیموکراسۍ سره مبارزه کړې او نور ۲۰ کاله به هم جګړه کوي. په دې پيغام کې چې وخت او ځای یې نه دی معلوم، ملا هبت الله ټینګار کوي چې، له لوېدیځ سره یې جګړه پای ته نه ده رسېدلې او په حقیقت دا جګړه په افغانستان کې د شریعت پلي کول دي. چې د خلکو په مخ کې د ښځو وهل او ډبول شامل پکښې دي.

دا غږ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده منسوب دی چې داسې پکښې ویل کېږي: «نن موږ په حقیقت کې شرعي قانون راوړو، موږ د خدای حدود پلي کوو. دوی وايي چې، د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوئ او تاسو یې سنګسار کوئ. سبا به موږ په عامو حضور کې د زنا حد نافذوو. سبا به موږ د خدای حدود پلې کوو. او په درو به یې وهو. دا ټول ستاسو د ډیموکراسۍ خلاف دي، موږ به په دې هر یو کې ستاسو سره مقابله وکړو».

ملا هبت الله اوس هم د بشریت په مبارزه کې ځان د خدای استازی بولي.

قاري عیسی محمدي چې د دین یو عالم دی داسې وایي: « هغه څوک چې شکمن وي، عدالت نه لري، ظالم او بې رحمه او جنایت کوونکی وي، داسې سړی نه یوازې د ځمکې پر مخ د خدای خليفه نه دی، بلکې د خدای، ملائکو او انسانانو لعنت پرې ویل کېږي».

مریم معارف ارون د ښځو د حقونو فعاله وایي: « د دين او شريعت له نوم څخه په استفادې د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه ښځو او نجونو او پر مظلومو خلکو ظلم کوي. که د افغانستان خلک غلي پاتې شي، نو ډېر وخت به نه وي چې د افغانستان په ۲۱ پېړۍ کې به د هغه څه شاهدان ووسو چې د غازي لوبغالي په ميدان کې یې پخوا څو څو ځله وو».

هغه څه چې نیوکې یې راپارولې دا دي چې، د طالبانو مشر د ښځو د سنګسار او وهلو خبره کوي، خو د شریعت له مخې د ښځو له اساسي حقونو لکه کار او تعلیم څخه د محرومیت یو توری هم نه وایي.

حدیث صاحبزاده د ښځو د حقونو فعاله وایي:« په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې مرموزې وژنې، د ماشومانو ودونه، د واده له حقه محرومیت، د ژوند له حقه محرومیت او د جنسیتي توکم پالنې په ښکاره ډول پلې شوي دي.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په څه باندې دوه نیمو کلونو کې د ملا هبت الله په امر په سلګونو نارینه او ښځې په درو ووهلې او یو شمېر نور یې اعدام کړي دي. یوازې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو له خوا په غزني او جوزجان ولایتونو کې درې تنه یې د خپل مشر په غوښتنه په عام محضر کې اعدام کړل. ملګري ملتونه او د بشري حقونو له سازمانونو غواړي چې د دې بهیر مخه ونیسي.