افغانستان

طالبانو له خصوصي سکتور سره د « څلور میلیارده افغانیو» په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

طالبانو له څلورو خصوصي شرکتونو سره د لمریزې برېښنا د تولید په ګډون د څلورو پروژو تړونونه
لاسلیک کړل.

د دي تړون پر بنسټ ،د کابل د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ۲۲ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا تولیدوي.

د دي شرکت مسوول وايي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ارزانه برېښنا برابره شي.

د طالبانو د ادارې پر مهال د مالیې، انرژۍ او اوبو وزارتونو او برشنا شرکت له خصوصي شرکتونو سره د ساختماني سکټور، سب سټیشن جوړولو، د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي غځول او د لمریزې برېښنا د تولید څلور پروژې لاسلیک کړې.

طالبانو د دي پروژو ارزښت څلور میلیارده افغانۍ اعلان کړی دی.

یو له دغو پروژو څخه په هلمند ولایت کې یو سوداګریز مرکز دی، چې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت له ۱۷ کلونو راهیسې دولتي ملکیتونه د «عمري» په نوم یوه خصوصي شرکت ته ورکړي دي.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست وايي، دا شرکت په دې بازار کې له ۳۶۰ میلیونو افغانیو ډېره پانګونه کوي.

عبداللطیف منصور، د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر،
له لمریزې انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پروژه د دوو خصوصي شرکتونو په ګډه پانګونه د کابل د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې پلې کېږي.

په دې پروژه کې د ترکیې هیواد اووه اویا شرکتونه او یو افغان خصوصي شرکت اتلس میلیونه ډالره پانګونه کوي ،او تمه ده چې ۲۲ میګاواټه لمریزه برېښنا به په کار واچول شي.

سلیمان ګلیو، د ۷۷ ترکي شرکت رییس،
«لکه څنګه چې ما مخکې وویل، موږ په کندهار کې د ۱۵ میګاواټه لمریزې بریښنا کار پیل کړ، اوس به د نغلو په سیمه کې د سروبي په ولسوالۍ کې د ۲۲ میګاواټو په ظرفیت د یوه خصوصي افغان شرکت سره ګډه پروژه پیل کړو».

طالب چارواکو په دې خپرونه کې ویلي، چې د دې پروژو په پیلېدو سره به د مالیاتو د راټولولو له لارې عواید زیات شي، خو د طالبانو د مالیې وزارت د خپلې بودجې په ځانګړي ډول د تېرو دوو کلونو د عوایدو جزئیات نه دي خپاره کړي.