افغانستان

طالبانو پورې اړونده استخباراتي رسنۍ:د کندهار برید دوه تنو تر سره کړی چې یو یې «د تاجکستان اوسېدونکی» دی

د طالبانو د استخباراتو تر څارنې لاندې رسنيو خبر ورکړى چې، د کندهار بريد د منځنۍ آسيا د يوه هېواد اوسېدونکي مادياروف اسديبک او بل کس چې په طارق او عبدالله مشهور وو، چې د تاجکستان هیواد دى، ترسره کړى دى.

دې رسنیو ادعا کړې، چې دا دوه کسان دوه میاشتې وړاندې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د «داعش له خراسان» څانګې سره یوځای شوي دي.

د دې رسنیو د ادعا له مخې، دغه دوه کسان په دې دوو میاشتو کې د پاکستان په همدې ایالت کې تر «فکري او ایډیالوژیکي روزنې» لاندې وو او د «کابل نوي بانک تر برید» څو ورځې وړاندې کندهار ته ننوتي وو.

دا په داسې حال کې ده چې، روسیې او د ډله ییز امنیت د تړون سازمان په وار وار منځنۍ آسیا ته د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له خوا د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په وروستۍ ځل د ډله ایز امنیت د تړون سازمان سرمنشی د روسیې له تاس خبری آژانس سره په خبرو کې ویلي وو، چې د دې تړون د غړیو هیوادونو سرحدونه؛ په ځانګړې توګه، تاجکستان د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان په وړاندې «پیاوړي» کوي.

دي رسنیو دا خبر هم ورکړی چې د پاکستان بلوچستان ایالت اوس د داعش د خراسان څانګې یو له مهمو مرکزونو څخه دی او دا ډله په دي ایالت کې د مغزو حجرې، تعلیمي مرکزونه او د بم جوړولو ورکشاپونه لري.

د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنیو ویلي، د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهجر او د هغه نږدې ملګري هم د پاکستان په بلوچستان ایالت کې اوسېږي او له همدې ایالت څخه بریدونه تنظیموي. د افغانستان په خاوره او د نړۍ په نورو برخو کې.

دي رسنیو دا هم ویلي، چې د ایران په کرمان ښار کې د برید اصلي طرحه کوونکی هم له دي دوو کسانو څخه یو و، چې نوم یې طارق او عبدالله دی.

په ورته وخت کې روسیې او د ډله ییز امنیتي تړون سازمان په وار وار منځنۍ آسیا ته د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له ګواښونو خبرداری ورکړی دی.

په وروستۍ مورد کې د ډله ایز امنیت د تړون د سازمان سرمنشی د روسیې له تاس خبری آژانس سره په خبرو کې وویل؛ د دي تړون د غړیو هیوادونو سرحدونه؛ په ځانګړې توګه، تاجکستان د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان «پیاوړی» کوي.