افغانستان

بې وزلۍ او بېکارۍ د کابل یو شمېر اوسېدونکي ستړي کړي دي

د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د روژې په مبارکه مياشت کې د پېېشلمي او روژه ماتې لپاره د ډوډۍ په ستونزو پيدا کوي.

ناجيه چې یویشت کلنه ده او د کابل ښار په يوه کونج(میدان هوایي سیمه) کې اوسېږي، آمو ته یې وویل چې، پلار يې په نشه يي توکو روږدي دى، دا او څلور خويندې يې په بد حالت کې ژوند کوي.

هغه زياتوي، چې له څو مياشتو راهيسې يې د کور پر خاوند پور دى، هغه او خويندې يې له بېوزلۍ خواشيني دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره بايد سوال وکړي.

د کابل دې اوسېدونکې آمو ته وویل: «په دې کور کې چې اوسېږم، کرایه یې راباندې اوښتې ده، هرکله چې مالک راشي، نو جګړه راسره کوي؛ زه ورته وایم چې نه یې لرم. ما درې زره افغانۍ کرایه باندې دا کور نیولی وو، خو وروسته د خلکو په همکارۍ دوه زره ته راکم شو.»

بل خوا یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له فقر او بېکارۍ سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکي عبدالله زياته وویل: «په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د کار زمينه نه ده برابره، موږ باید اوس کار وکړو؛ خو چاته کار وکړو؟ موږ اوس وزګار یو؛ موږ آن د خپلې«روزي» پیسې هم نه شو موندلی.»

عبدالرحمن هم د کابل اوسېدونکی دی، چې وايي: «موږ پخپله کراچۍ لرو؛ په کور کې زما د ماشومانو په ګډون اوه تنه یو. زه یې هره ورځ کاروم؛ زه د ورځې له دېرشو تر پنځوسو افغانیو پورې کار کوم.
وضعیت بدل شوی، له دوو کلونو راهیسې کار و بار نشته.»

په همدې حال کې ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې، په افغانستان کې نږدې ۸۵ سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ډېری ماشومان له دې حالت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام تازه راپور ښيي چې؛ د افغانستان د هر سړي په سر عاید چې په ۲۰۲۰ کال کې ۵۱۲ ډالرو ته رسېدلی وو، خو د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له راتګ وروسته ۳۳۲ ډالرو ته راټیټ شوی دی.