افغانستان

یوناما له خلکو غوښتي چې نن شپه یوه ګړی د ځمکې لپاره څراغونه بند کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما دفتر ویلي، چې نن (شنبه) د ځمکې لپاره یوه ګړی وخت د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په موخه ځانګړی کړی.

یوناما له افغانانو غوښتي چې په سیمه ییز وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو د یو ساعت لپاره په خپلو کورونو کې څراغونه بند کړي.

په همدې حال کې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمن شوی دی.