افغانستان

امریکا له «افغانستان څخه د وتلو په ماموریت» کې ٦٠ شاملو هوايي ځواکونو ته مډالونه ورکړل

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې له افغانستان څخه د ایستلو په ماموریت کې ښکیلو ۶۰ تنو هوايي ځواکونو ته یې د «د مخکښ الوتونکي صلیب»مډالونه ورکړل شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې د پنټاګون د څانګې ډیوایډس( د دفاع معلوماتي او انځوریز خدماتو) ویب پاڼې لخوا خپره شوې، راغلي: «د متحده ایالاتو نظامي ځواکونه، د ٦٤ هوايي ځواکونو په ګډون، د متحده ایالتو اوسېدونکو د ځانګړي مهاجرت ویزې(اس ای وی) غوښتونکو او نور زیان منونکي افغانانو لپاره د ٢٠٢١ په اګست کې له کابل څخه د خوندي وتلو لپاره مهم ماموریتونه ترسره کړي.»

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې، د متحده ایالاتو د هوایي ځواک متقاعد قوماندان پل ابرهارټ د دې مډال ګټونکو څخه د دې ماموریت په بهیر کې چې «د امریکا په تاریخ کې ترټولو لویه غیر جنګي» ایستنه وه، د دوی د زړورتیا او فعالیت ستاینه وکړه.

د امریکا دفاع وزارت خپلو هوايي ځواکونو ته د دې مډال د ورکولو په مراسمو کې د امریکا د وسله والو ځواکونو پر وړتیاوو او چمتووالي او په ټوله نړۍ کې د بشري امنیت او هوساینې لپاره د هغوی پر ژمنو ټینګار وکړ.

د امریکا د هوايي ځواکونو پخواني قوماندان پل ابرهارټ په دې مراسمو کې دغو پیلوټانو او پوځیانو ته په خطاب کې وویل: «اړینه نه ده چې، څه چې پیښېږي، تاسو باید تل چمتو اوسئ چې زموږ د ملت اړتیاوو ته چې په ځایي خوندیتوب پورې اړه لري، ځواب ووایئ».

د مخکښ الوتونکي صلیب هغه مډال دی چې، د بې سارې اتلولۍ یا لاسته راوړنې لپاره د پیلوټ یا د متحده ایالاتو د هوایی ځواک غړي ته د «جګړې» په شرایطو ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په کانګرس کې یو شمېر امریکايي سناتورانو په وار وار د بایډن پر حکومت له افغانستان څخه د وتلو د لارو چارو په تړاو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې، د داسې وتلو لارې یې د امریکا نړیوال شهرت ته زیان رسولی دی.