افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر خبرداری: له هند سره د افغانستان سوداګریزه لار تړو

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، که د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چې «د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي» مخه يې ونه نیسي، نو دوی به له افغانستان څخه د پاکستان له لارې هند ته د سوداګرۍ لاره وتړي.

خواجه آصف امریکا غږ انګلیسي برخې سره په مرکه کې وویل: «که افغانستان (طالبان) له موږ سره د دښمن په څیر چلند کوي، نو بیا ولې موږ هغوی ته سوداګریز دهلیز ورکړو؟»

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه چې «د پولې هاخوا ترهګري(ټي ټي پي)» ډیره وده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې، پاکستاني ځواکونو د دوشنبې په سهار د خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې د طالبانو په وینا د پنځو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون یې اته تنه وژلي دي.

د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني ځواکونو هوايي بريد وروسته له هغه وشو چې، د «شنبې په ورځ»د پاکستان د حکومت مخالفو وسله والو دوه ورځې وړاندې د پاکستان په شمالي وزيرستان کې پر يوې پوځي اډې په بريد کې د دې هېواد د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري ووژل.

خواجه آصف ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې یې کابل ته د سفر پر مهال طالب چارواکو ته ویلي وو؛ نه دې پریږدي چې د پاکستان د طالبانو تحریک پخوانیو اړیکې یې لاسونه وروتړي.

په دې مرکه کې د پاکستان د دفاع وزیر طالبانو ته وویل: «که دوی (ټي ټي پي) پر تاسو کوم احسان کړی وي او تاسو یې منندوی یاست، نو درکنټرول یې کړئ.» اجازه مه ورکوئ چې، دوی زموږ سره جګړه وکړي په داسې حال کې چې دوی ستاسو په هیواد کې ژوند کوي او تاسو د دوی ملګري شئ.»

نوموړي په دې مرکه کې تایید کړې ده، چې د طالب ځواکونو پاکستانۍ پوستې په «درنو وسلو» په نښه کړې دي.

له بلې خوا د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي نن (پنجشنبه د سلواغې ۲مه) په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې، که په پاکستان کې یو بل «رهګریز» برید وشي، د ده د هېواد ځواکونه به د افغانستان خاورې ته ننوځي او د «واخان دهلیز» به ونیسي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر په ایکس کې لیکلي چې، د افغانستان طالبانو ته په دې اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

هغه زیاتوي چې د خپل هېواد د ځواکونو له خوا د واخان په نیولو سره به پاکستان په مستقیم ډول له «منځنۍ آسیا» سره ونښلول شي.

خو طالبانو له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ دهلېز د تړلو او د واخان دهلېز د نیولو په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر او د دې هېواد د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو د وزیر د خبردارې په اړه څه نه دی ویلی.