Uncategorized @ps افغانستان

ډیپلومات مجله:طالبان د پاکستان د فشارونو د کمولو په لټه کې دي

د آسیا او اقیانوسیې ډیپلوماتې مجلې په یوه لیکنه کې ویلي چې، طالبان په دې لټه کې دي چې د پاکستان د فشارونو قوې کمې کړي.

په دې مقاله کې ویل شوي چې په راتلونکي کې د چابهار بندر د کارولو لپاره د ایران له لارې د طالبانو له خوا د دې ښکارندویي کوي چې دوی هڅه کوي د «پاکستان احتمالي خوځښتونه» او هغه فشارونه چې دې هېواد پرې اچوي محدود کړي.

دې مجلې دا هم لیکلي چې «د ایران-افغانستان-منځنۍ آسیا دهلېز» به د پاکستان دې پلانونو باندې منفي اغېز وکړي چې دوي غواړي د یوه «سوداګریز دهلېز په توګه چې منځنۍ آسيا له نړۍ» سره نښلوي او د «سیمې له پراخو طبیعي زېرمو» څخه یې کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان د دفاع وزیر په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو په تړاو تازه خبرداری ورکړی چې، هېواد به یې د «افغانستان- هند سوداګریز دهلیز» وتړي او له بلې خوا د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي چې؛ پر پاکستان د بل برید په صورت کې به یې ځواکونه د واخان دهلیز تر ولکې لاندې راولي.

په دې مقاله کې راغلي چې، د «ایران-افغانستان-منځنۍ اسیا دهلېز »د پاکستان لپاره د دوو لاملونو له کبله له ستونزو سره مخامخ کېدای شي؛ لومړی دا چې په سیمه کې د پاکستان لپاره کافي ځای نه پاته کېږي او کیدای شي هند ته دا چانس په لاس ورشي چې ترڅو؛ په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي. دوهم، دا چې دا به د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ستونزې د حل لپاره د دې هیواد «د فشار کچه» محدوده کړي.

د ډیپلوماټ مجلې په دې مقاله کې راغلي چې، د پاکستان د سیاستونو پرله پسې بدلون، ناسمو هیلو او تمو له وجې په دې هېواد کې د «نه ختمېدونکې جګړې او د منلو وړ پرته د هېڅ سمې حل لارې» لامل شوی دی.

په مقاله کې دا هم راغلي چې پاکستان د دیپلوماتیکو او مذهبي مشرتابه له لارې «د طالبانو مشرتابه قانع کولو»توان نه لري.

په دې مقاله کې دا هم راغلي چې، که څه هم د افغانستان طالبان نه غواړي چې خپل لومړیتوبونه او تګلارې بدلې کړي، خو داسې ښکاري چې هیڅه د پاکستان په ګټه روان نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان د دفاع وزیر په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د (ټي ټي پي) د فعالیتونو په تړاو خبرداری ورکړی چې، هېواد به یې د «افغانستان- هند سوداګریز دهلیز» وتړي او له بلې خوا د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي چې، پر پاکستان د بل برید په صورت کې به یې ځواکونه د واخان دهلیز تر ولکې لاندې راولي.