افغانستان

د زدکړو له محرومیت سره سم یو شمېر نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې ده

په ورته وخت کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو له ورتګ سره منع شوې دي، ځينې نجونې دیني مدرسو ته مخ کړی. خو نجونې وايي چې دیني مدرسی نشي کولی د ښوونځیو ځای ونیسي.

نن (چهارشنبه، د سلواغې ۱) د کال لومړۍ ورځ ده، زرغونه احمدزۍ مدرسي ته د تللو په موخه د بوټانو بندونه یي تړلې دي. دا وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې په کور کې و، خو سږ کال يې ښوونځي ته د تګ مخه نيولې ده. احمدزۍ په دې باور دی چې مدرسه د ښوونځیو ځای نه شي نیولی.

د ي زدکړيالۍ زیاته کړه: «له دریو کلونو راهیسې ښوونځي ته نه یم تللی، ډیره خفه وم. سږ کال مې پرېکړه وکړه چې دیني مدرسې ته لاړ شم، خو دیني مدرسه هېڅکله د ښوونځي ځای نشي نیولی».

دا زده کوونکې بیا هم له نړیوالې ټولنې غواړي چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره اقدام وکړي.

دا زده کوونکې زیاتوي: «زه له ملګرو ملتونو غوښتنه کوم چې د افغان نجونو په اړه پرېکړه وکړي، ځکه ډېری یې خپګان لري او رواني ستونزې لري، که د ښوونځیو دروازې خلاصې نه شي، وضعیت به لا هم خراب شي».

له بلې خوا هغه نجونې چې له زده کړو پاتې دي غواړي چې د دوی ښوونځي دې ژر پرانستل شي.

دنيا رها وويل: «کله چې طالبان راغلل، زه د ښوونځي په اووم ټولګي کې وم. له هغې ورځې راهيسې ښوونځي ته نه يم تللى، دي کار زه ډېره اندېښمنه کړي یم».

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په تازه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د مدرسو شمېر زیات شوی دی، په دي راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د مدرسو شمېر له اوو زرو ډېر دی.

له دې جملې څخه ملګرو ملتونو ویلي، چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې طالبانو د نجونو لپاره اووه ښوونځي جوړ کړي، چې له دې سره د هلکانو د ښوونځیو شمېر ۶۸۳۶ او د نجونو ۳۸۰ ته رسېدلی دی.