سرچینې وایي چې افغان خبریاله، زهره شمس د دوشنبې په ورځ له خپلې کورنۍ سره یوځای د پاکستان د پولیسو لهخوا نیول شوې ده.
مېرمن شمس آمو ته په یوه پیغام کې ویلي چې له پاکستان څخه د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ ده.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان خبریالانو ویلي، که له دغه هېواده وایستل شي، د طالبانو له لوري له «ګواښونو» سره به مخ شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۴۰ پېښې ثبت ښوي دي.
د دغه مرکز په راپور کې راغلي، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاؤخوا ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندې ښیي، چې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې په هېواد طالبانو د رسنیو د ازادۍ د ځپلو لړۍ ته په شدت دوام ورکړی.
په یاده موده کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ څارونکي د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۴۰ پېښې ثبت کړې دي، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې له ۹۰ پېښو څخه ۵۰ پېښې یا شاؤخوا ۵۶ سلنه زیاتوالی ښیي.
