افغانستان

طالبانو نوی تعلیمي کال د «نجونو له زده کړو بې برخې کولو» سره پیل کړ

طالبانو د «نوي تعلیمي کال د پیل» مراسم نیولي دي، په داسې حال کې چې د دوی د پوهنې وزیر په دې غونډه کې «د نجونو د زده کړو او تر شپږم ټولګي د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو» په اړه هیڅ هم ونه ویل.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله آغا، په کابل کې د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې وویل چې د ده تر ادارې لاندې وزارت هڅه کوي چې د« دیني او عصري علومو »د زده کړو کیفیت لوړ کړي.
طالبانو د وزیرانو شورا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې وویل چې دوی په خپل ټول توان هڅه کوي؛ د هیواد ټولو لیرې پرتو سیمو ته د زده کړې خپرول.

حنفي زياته کړه: «د دې لپاره چې يو پرمختللى هېواد ولرو او له نورو هېوادونو مخکې واوسو، موږ بايد عصري علومو ته لاسرسى ولرو».

له بلې خوا د طالبانو د امتحانونو د څانګې مشر عبدالباقي حقاني، د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل په مراسمو کي په هیواد کي د عصري علومو په ډګر کښې په ځان بسیاینې باندې ټینګار وکړ.

خو طالبانو د «نوي تعلیمي کال د پیل مراسم» تر سره کړي دي، په داسې حال کې چې په دې غونډه کې د پوهنې وزیر، د وزیرانو شورا مرستیال، د امتحانونو رئیس او نورو چارواکو په دې غونډه کې د «نجونو د زده کړو» په اړه څه ونه ویل. او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره ښوونځي بیا پرانستل شي. څه ونه ويل.

له بلې خوا هغه نجونې چې تېر کال په شپږم ټولګي کې وې، د تحصيلي کال وروستۍ آزموینه په برياليتوب سره پاس کړي. خو دوی د طالبانو له خوا اووم ټولګي ته له ننوتلو منع شوي دي.

په هېواد کې د ډاکټرانو او محصلینو کورنیو په وار وار د طالبانو پر هغه تګلارې نیوکه کړې چې د نجونو پر زده کړو یې بندیز لګولی او ویلي یې دي، چې د دوی لوڼې به هر هغه څه چې اړین وي هغه به اغوندي. خو طالبانو تر اوسه په خپله تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون نړۍ په وار وار د طالبانو دا تګلاره غندلې او دا یې له بشري حقونو څخه ښکاره «سرغړونه» بللې او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان یې هم د «بشري حقونو د سرغړونو» یوه ستره بېلګه ګڼلې په نړۍ کې.

خو نن چې په هېواد کې نوی تعلیمي کال پیل شوی، طالبانو لا هم د خپلې کړنلارې (د نجونو د زده کړو د بندولو او د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو د پالیسۍ) په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې او په وروستۍ مورد کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال پرون په خپل خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو زده کړه د طالبانو د نړیوالو د پېژندلو لپاره حیاتي ده.