افغانستان

لوړ پوړو جنرالانو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت «د بیړني ایستلو په ځنډ»نیوکه وکړه

سی ان ان، راپور ورکړی چې لوړ پوړو امریکایی جنرالانو چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو څارنه يی کوله د بهرنیو چارو وزارت د «بیړني وتلو» له امله نیوکه وکړه.

د دي راپور پر بنسټ، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مک نزي ،په پنټاګون کې په یوه خبري غونډه کې وویل: له دې وتلو سره د زړه له کومي ډېر دردېدلی دی. موږ هر هغه څوک چې غوښتل مو راویستل شی؛ مګر ټول مو ندي رایستي».

د پنټاګون ویاند جان کربی ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را په دی خوا د کابل له هوايي ډګر څخه ۱۲۲ زره کسان ایستل شوي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال مارک میلي او جنرال کنت مک مکنزي، د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل، چې ډونالډ ټرمپ او جوبایډن دواړه د امریکا پخواني او اوسني ولسمشران دي. د امریکا متحده ایالات، په افغانستان کې د هغه څه په اړه چې پیښ شوي، دوی مقصر نه دي.

مارک میلي وویل: «د ملکي وګړو د ایستلو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د حکم پر اساس زمانبندي له افغانستان څخه د وتلو د پروسې له څرنګوالي څخه اساسي سرغړونه وه».

د دي راپور پر بنسټ، دي امریکايي جنرالانو د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د هېواد له سقوط وروسته د طالبانو په لاس او دکابل په هوايي ډګر کې د ګډوډیو په رامنځته کولو او د ملکي وګړو د نه خوندی کولو تورن کړ.

مارک میلي هم په دې غونډه کې وویل، هغه امریکايي تجهیزات چې افغان حکومت ته ورکړل شوي، غالباً په تور بازار کې پلورل شوي دي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په امریکا کې د مهاجرینو د حقونو سازمانونو په وار وار د هغو افغانانو لپاره چې د پخواني رژیم له نسکوریدو وروسته په دي هیواد کې بند پاتې وو، د امریکا د مهاجرت د ځانګړي پروګرام (اس ای وي) د پای ته رسیدو خبرداری ورکړی دی. که چیرې دا پروګرام ودرول شي، نو کیدای شي په افغانستان کې د امریکا په زرګونو متحدین د طالبانو د «غچ اخیستنې» سره مخامخ کړي.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د کابل له هوايي ډګر څخه ۱۲۲ زره کسان ایستل شوي دي