افغانستان

د هېواد یو شمېر اتباعو: «د سویډن کمیټې د فعالیتونو بندول»د خلکو په زیان بللي دي

په افغانستان کې د سویډن د «دفتر په تړلو» د انتقاد په ترڅ کې د دي هېواد یو شمېر اتباع وايي؛ په بېلابېلو برخو کې د ملاتړو موسسو په مرسته؛ دوی په ځانګړې توګه روغتیایی پاملرنې ته اړتیا لري، او د دې مرستو قطع کول به خلک له ستونزو سره مخ کړي.

سویډني رسنیو په دې وروستیو کې ویلي؛ وروسته له هغه چې طالبانو د دغي کمېټې اجازه لغوه کړه، په افغانستان کې يې فعاليتونه ودرېدل.

د سویډن کمیټه له درې څلویښتو کلونو راهیسې په هیواد کې د پوهنې، روغتیا، د کلیوالي سیمو د پراختیا او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په برخو کې فعاله وه.

د دي کمېټې د رسمي معلوماتو پر بنسټ، ښځې، ماشومان او معلولین د دي کمېټې له مرستو زیاته ګټه پورته کوله.

د دې کمېټې شمېرې ښيي، چې هر کال د سویډن په روغتونونو او کلینیکونو کې ۲،۵ میلیونه ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي، چې نږدې یو میلیون یې ښځې وې.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دي کمېټې د فعالیت ځنډول د افغانستان د وګړو په زیان دی او له دې وروسته به له دې خدمتونو ګټه وانخلي.

د کندز اوسېدونکی امین الله وايي:«هغه بهرنۍ موسسې چې په افغانستان کې فعالیت کوي په طبیعي توګه د افغانانو د ګټو لپاره کار کوي. که دوی ته د کار اجازه ورنکړل شي، دوی به له هېواده ووځي او دا کار د افغانستان د خلکو په زیان دی.»

د بغلان اوسېدونکې تمنا وايي:«د نړیوالو بنسټونو شتون د افغانستان د خلکو په ګټه دی، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره.

د کابل اوسېدونکې یلدا وايي: «هغه دفترونه چې په افغانستان کې تړل شوي، باید بېرته کار پیل کړي».

د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سویډن کمیټې فعالیتونه؛ په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، بغلان، سمنګان، بامیان، وردګ، غزني، پکتیا، کنړ، لغمان او ننګرهار کې متمرکز وو.

د دي کمېټې په رسمي پاڼه کې راغلي چې په دې کمېټه کې ۸۰۰۰ افغانانو کار کړی او د «افغانستان له فقر، تاوتریخوالي او تبعیض څخه د خلاصون» په هدف کار کوي.

د ښځو د حقونو فعاله راحیل تاشه وايي: د سویډن کمیټې بندول یو خواشینوونکی خبر دی، ځکه خیراتونه په ټولنه کې د خلکو په هوساینې کې مهم رول لوبوي؛ په ځانګړې توګه د سویډن کمیټه چې په افغانستان کې یې د روغتیا او پوهنې په ګډون په بیلابیلو سکتورونو کې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي.

طالبانو په ددي هیواد کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې د هجري لمریز کال د میزان په میاشت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ټول فعالیتونه وځنډول او اوس د سویډن رسنیو د هغې د ځنډیدو خبرونه خپاره کړل.

د سویډن کمیټه پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په اعتراض کې تاسیس شوه او په ۱۹۸۱ کال کې یې د افغانستان د خلکو لپاره د بشري فعالیتونو لپاره د پیسو راټولولو بهیر پیل کړي وه.