افغانستان

حامد کرزي د پاکستان بریدونه د «افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه »وبلله

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا او خوست ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان د نن سهار د بریدونو په غبرګون کې دا بریدونه د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه او له نړیوالو معیارونو سرغړونه بللې ده.

ښاغلي کرزي نن (دوشنبه) په یوه پوسټ کې دا بریدونه په کلکو ټکو وغانده.

هغه خبرداری ورکړی چې د پاکستان د حکومت له خوا دا ډول کړنې به «د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي».

د دوشنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا درې بجې د پکتیکا او خوست په ځینو سیمو کې پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه وکړل.

طالبان وايي چې په دیادو بريدونو کې د دريو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.