افغانستان

د کابل- هرات په لاره د یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي

سرچینې وایي چې، د کابل – هرات پر لاره د «۵۸۰» ډوله مسافر وړونکي موټر د «د تېلو له ټانکر» سره د ټکر له امله تر ۳۰ څخه ډېر کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ روغتون څخه یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ په یخچال په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې، د دې پېښې ټپيان او مړي د ګرشک ولسوالۍ روغتون او ایمرجنسی ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ټپیانو شمېر ۱۱ تنه ښودلی دی.

د کابل-هرات لویه لار د ګڼو مرګونو او ترافیکي پېښو شاهده ده. د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی د دې ډول پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.