افغانستان

د طالبانو ویاند له یوناما څخه وغوښتل چې له نړۍ سره خپلې اړیکې «پیاوړې» کړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې، یوناما کولی شي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د غځولو په تړاو له نړۍ سره د طالبانو اړیکې «پیاوړې» کړي.

ذبیح مجاهد په یوه غږیز ټیپ کې چې نن (شنبه د ډسمبر ۲۶) د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون له خوا خپور شوی دی، د دوی په اداره کې د یوناما د یو کلن ماموریت تمدید د «افغانستان د ښېګڼې لپاره» بللی او زیاته کړې یې ده چې؛ د طالبانو حکومت له هیوادونو او سازمانونو سره اړیکو ته اړتیا لري. او یوناما په دې برخه کې اغیزمن رول لوبولی شي.

مجاهد وايي: «یوناما باید ښه استازیتوب وکړي؛ تر څو نړۍ ته د افغانستان پرمختګ، لاسته راوړنې او امنیت (هغه څه چې دوی یې ادعا کوي) منعکس کړي. د هغو هېوادونو لپاره چې د افغانستان له آدرس څخه اندېښمن دي، د عمومي باور رامنځته کولو او د ډيپلوماسۍ له مخې دې خپله دنده ترسره کړي.»

نوموړي پرته له دې چې کومې مسئلې ته اشاره وکړي په دی غږیز ټیپ کې وویل: « پاتې مسایل به د خبرو له لارې حل شي».

د طالبانو ویاند دا غوښتنه هم کړې چې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي څوکۍ دې د طالبانو استازي ته وسپارل شي، کنګل شوې پیسې دې خلاصې شي او پر طالبانو دې له فشار څخه کار وانه خیستل شي.

همدا راز ذبیح الله مجاهد د دې خبرې په زیاتولو چې، طالبان له ملګرو ملتونو او ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، زیاته کړه: «هغه هېوادونه چې له موږ سره اړیکې نه لري باید له دې فرصته ګټه پورته کړي او یوناما په دې برخه کې ښه رول لوبولی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي دي چې په نړۍ کې د «طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونو تر ټولو ستره بېلګه ده.»