افغانستان

د مارکو روبیو لایحه: افغانستان سرهدې د امریکې مرستې «د لنډ مهال» لپاره بندې شي

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړې چې، که تصویب شي، متحده ایالات به په «لنډمهاله» توګه د ملګرو ملتونو سازمان ته له افغانستان سره د غوښتل شویو او اختیاري مرستو له ورکولو منع کړي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، امریکايي سناتور ویلي چې، امریکا به تر هغه وخته له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي، ترڅو چې طالبان ترې ناوړه ګټه اخیستل بند نه کړي.

د یاد راپور له مخې، د دې لایحې په یوه برخه کې ویل شوي چې؛ «د ترهګریزو مرستو مخه دې ونیول شي».

مارکو روبیو فاکس نیوز ته وویل: «ترهګریز سازمانونه لکه طالبان باید د متحده ایالاتو د مالیه ورکونکو له پیسو څخه ګټه پورته نه کړي.»

که دا لایحه د امریکا د استازو په مجلس او د امریکا په سنا مجلس کې تصویب شي، د امریکا حکومت به له افغانستان سره په خپله خوښه او غوښتل شویو مرستو کی منع شي.

روبیو وویل؛ چې موږ په خپلو سترګو وینو چې «ترهګریز سازمانونه لکه طالبان» د امریکایی مالیه ورکونکو له پیسو څخه ګټه پورته کوي او تر هغه چې شفافیت رامینځته شوی نه وي،د ملګرو ملتونو ته دا مرستې باید «وځنډول» شي.

په لایحه کې دا هم راغلي چې، که د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس د تخصیصونو او بهرنیو اړیکو کمیټې ته ثابته کړي چې، طالبان له دې مرستو ګټه نه اخلي، له افغانستان سره به د امریکا مرستې بیا پیل شي.

تر دې مخکې د امریکا د سولې انسټیټیوټ راپور ورکړی و، چې طالبانو د ملګرو ملتونو د مرستو په ډېرو پروګرامونو کې نفوذ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د نوي کال په پیل کې په خپله لیکنه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د فقر او لوږې له زیاتوالي سره بیا هم د دې موسسې مرستندویه بنسټونه د سږ کال د ټولې مرستې بودیجې یوازې درې سلنه ترلاسه کړي دي.