افغانستان

د ډله ایز امنیتي تړون سازمان له «افغانستان سره د خپلو پولو د ټینګولو» پلان عملي کوي

د ډله ایز امنیتي تړون عمومي منشي یمانګلي تاسماګمبتوف ویلي دي چې، دوی پلان لري، د روان کال په جولای میاشت کې د «تاجکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا» طرحه عملي کړي.

د دې تړون سرمنشي د روسیې له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې؛ د دې پلان مسوده د دې تړون د دایمي شورا له خوا تصویب او غړو هیوادونو ته وړاندې شوې ده.

تر دې وړاندې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې؛ له افغانستان سره د خپلو پولو د ټینګولو طرحه یې د ډله ییز امنیتي تړون شورا ته سپارلې او هیله لري چې، تصویب شي.

په همدې توګه تاسماګمبتوف زیاته کړه: «د تاجکستان او قرغزستان سیاسي اراده د افغانستان له خوا ګواښونه په نظر کې نیسي، چې د دې پلان د تطبیق لپاره ډېر اړین بلل کېږي.»

په همدې حال کې طالبانو په وار وار ویلي چې، له افغانستان څخه ګاونډیو، سیمې او نړۍ ته هیڅ کوم ګواښ متوجه نه دی او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې، په افغانستان کې د نورو د ګټو خلاف عمل وکړي.

خو تاجکستان چې د دې تړون غړی دی، په څو ځله یې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له امله د رامنځته شویو ګواښونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

همدا راز د ډله ایزو امنیتي تړونونو د سازمان سرمنشي زیاته کړې، چې د دې پلان د نهايي کولو په اړه د غړو هیوادونو او د دې سازمان اړوند بنسټونو د وزیرانو په کچه خبرې اترې په تېرو اونیو کې شوې دي.

نوموړي په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې د ګډ امنیتي تړون سازمان به د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دې برخه کې د خپلو کارونو پایلې وړاندې کړي.