افغانستان

د «ښځو د وضعیت د کمېسیون» په غونډه کې به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د حل په لارو چارو غور وشي

د ښځو د وضعیت په اړه د اته شپېتم کمېسیون دویمه ورځ به نن (سه شنبه) په نیویارک کې ترسره شي.

د دې کمېسیون په دویمه ورځ به د افغانستان په اړه دوه اړخیزې ناستې ترسره شي. د دې غونډې یوه ګډونوال هم آمو ته وویل چې د دې غونډو په ترڅ کې به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د حل لپاره هڅې وشي.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشرې په هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د طالبانو محدودیتونو ته هم اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې، په افغانستان کې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه ایستل کېږي.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشرې ډوروتي استرادا ټانک د غونډې په لومړۍ ورځ وویل: «په افغانستان او ځینو نورو هیوادونو کې ښځې او نجونې د عامه ژوند له ټولو برخو څخه ایستل شوې دي، د زده کړې، کار، روغتیا، عدلي ارګانونو ته د لاسرسي حق، د تګ راتګ آزادي، د هغوی د جامو اغوستلو د طریقې حق خورا محدود دی.»

د دې کمېسیون یوه بله ګډونواله لېمه انوري هم وایی چې، د افغانستان په اړه د غونډو او بحثونو په دوام کې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت د حل لپاره هڅې کېږي او سبا چهارشنبه به د افغانستان په اړه بله اړخیزه غونډه هم جوړه شي.

نوموړې وايي: «د افغانستان د دايمي نمايندګۍ تر څنګ، يو شمېر نورو نړيوالو سازمانونو هم اړخيزې غونډې جوړې کړې، چې په ټولو کې به د افغان مېرمنو وضعيت وڅېړل شي، غړو هېوادونو ته به يې د حل لارې چارې وړاندې شي، تر څو هیوادونه وکولای شي، چې په افغانستان کې وضعیت د ښه کولو لپاره په اساسي توګه خپل رول ترسره کړي.

د هیواد یو شمېر اوسېدونکي تمه لري چې په دې غونډو کې د افغانستان په اړه په ځانګړې توګه د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحثونه وشي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «له نړیوالو غونډو زموږ غوښتنه دا ده، چې ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانستل شي، پر موږ د طالبانو بندیزونه ورځ په ورځ ډېرېږي. موږ له نړۍ غواړو چې په افغانستان کې داسې حکومت رامنځته شي، چې ښځې پکې ونډه ولري.»

د کابل یو بل اوسېدونکې وايي: «د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي، پر ښځو محدودیتونه باید لیرې شي، ښوونځي او پوهنتونونه باید پرانیستل شي او یو ټول شموله حکومت باید رامنځته شي.»

خو طالبانو په پرله پسې ډول ویلي چې په هیواد کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي. په ورته حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان په دوامداره توګه ټینګار کوي، هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان دي، د «جنسیتي توپیر» یوه بېلګه ده او د دوی په وینا نړۍ باید دا خبره رسما ومني.