افغانستان

د سنټکام قومندان: د «افراطی ډلو» په ځپلو کې د طالبانو ناغېړي به سهېلي او مرکزی آسيا بې ثباته کړي

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان مایکل کوریلا وايي؛ د پاکستاني طالبانو تحریک سويلي آسيا په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره «جدي ګواښ» دی.

د اکسپريس تربیون د راپور له مخې راغلي چې، د امریکا په سنا مجلس کې د امریکایي ځواکونو قوماندان وویل: «په سوېلي او مرکزي آسیا کې به د افراطي ډلو په وړاندې د طالبانو ناغېړي د بې ثباتۍ لامل شي.»

د دې رپوټ له مخې مایکل کوریلا دا هم زیاته کړې چې، په افغانستان کښې د شبه نظامي(نظامیانو ته ورته ترهګر) ډلو خوندي پټنځایونو شتون، سیمه ایزې شخړې رامینځته کولای شي.

د سنټکام قومندان وايي چې، طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي ټي پي) په وړاندې اقدام کولو ته زړه نه دی ښه کړی او دا به ډېره لرې وي، چې دوی خپله تګلاره بدله کړي.

د ایکسپریس ټربیون د راپور له مخې دا هم ویل شوي دي چې، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو د واک ته د رسېدو سره هم مهال په دې هیواد کې د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

ایکسپریس ټربیون د سینټکام قومندان له خولې لیکلي چې؛ نظامیانو ته ورته افراطيانو په ۲۰۲۴ کې لږ تر لږه ۲۳۰۰ پاکستانیان وژلي او «ټي ټي پي» د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ۸۸۱ بریدونه ترسره کړي دي چې، دا په تېرو پنځو کلونو کې په پاکستان کې د امنیت ضد بریدونو تر ټولو لویه شمېره ده.

د متحده ایالاتو په سنا کې مایکل کوریلا دا هم وویل چې، داعش په ۲۰۲۳ کې په پاکستان کې لږ تر لږه درې چاودنې «په لویه پیمانه» ترسره کړې او اوس په ټوله مرکزي آسیا کې د لا زیاتو بریدونو پلانونه جوړوي.

د سینټکام قوماندان زیاته کړې ده چې، دغو ډلو په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت او کمزوري حکومت څخه د خپلو غړو د استخدام او روزنې لپاره کار اخیستی او اوس یې صفونه لا پراخیږي.

تر اوسه طالبانو د امریکا د مرکزي قومندانۍ د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون له خوا په خپره شوې یوه نوې غږیز کلیپ کې ویلي چې؛ د پاکستان نوی حکومت باید د دواړو هیوادونو اړیکې وساتي او همداراز د پاکستان او افغانستان ګټې په پام کې ونیسي.