افغانستان

طالبان په غور ولایت کې د یوه ماشوم د غوږ غوڅولو د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي

طالبان وايي چې په غور ولایت کې د یوه ماشوم د غوږ غوڅولو د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.

د غور ولايت لپاره د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د ماشوم غوږ د هغه د پلار له خوا پرې شوى، چې رواني ستونزې لري.

خو په غور کې سرچینې وايي چې د ماشوم غوږ د جومات ملا له خوا په چاقو پرې شوی دی – هغه څه چې طالبان یې نه مني.

په دې انځور کې لیدل کېږي چې د یوه ماشوم غوږ پرې شوی او له غوږه یې وینه بهېږي.

ځايي سرچينې او خبريالان وايي، چې دا پېښه تېره اونۍ د غور ولايت د مرکز فيروز کوه ښار اړوند د “يار فولاد” کلي کې د يوه جومات د ملا له خوا رامنځته شوې چې د دې ماشوم غوږ یې په چاقو پرې کړی دی.

خو طالبان دغه څرګندونې ردوي او وايي چې دا پېښه د ماشوم د پلار له خوا ترسره شوې ده.

عبدالرحمن بدري، د طالبانو د قوماندې ویاند وایی: «ځینو متعصبو رسنیو داسې خبرونه خپاره کړي چې ګواکې یو ملا امام په چاقو د یوه ماشوم غوږ پرې کړی دی، په داسې حال کې چې دا رښتیا نه ده، ښکاره دروغ او تور دی، په حقیقت کې دغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې د ماشوم غوږ پرې شوی، اصلاً د ماشوم غوږ د کور دننه د پلار لخوا پرې شوی و، چې رواني ستونزه يې درلوده.»

دې کار د دغه ماشوم پر وړاندې غبرګونونه راپارولي دي.

بصیر احمد دانشیار – د بشري حقونو فعال وایی: «دا ډول چلند د اسلام د سپېڅلي دين له څرګند دريځ سره په ټکر کې دی، چې دغه دین تل پر هڅونې ټينګار کړی، خو ځینې خلک د دې پر ځای چې ښه خبره وکړي او هڅونه وکړي له تاوتريخوالي ډک چلند کوي، چې له بېلابېلو اړخونو د څېړنې وړ ده.»

د تاوتریخوالي څخه په لیرې فضا کې د ماشومانو روزنه د ماشومانو د زده کړې د بهیر یو له مهمو اصولو څخه دی.

تر دې مخکې هم د ملایانو او ماشومانو تر منځ چې د زده کړو لپاره جوماتونو ته ځي د تاوتریخوالي پېښې خپرې شوې دي.