افغانستان

ډیلي بیست: داعش بېرته راپورته او تر پخوا به «ګواښوونکی» وي

ډیلي بیسټ راپور ورکړی چې، د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) بېرته راستون شوی او د پخوا په پرتله به خورا وژونکی ثابت شي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې؛ داعش په عراق او سوریه کې د خپل حاکمیت له لاسه ورکولو وروسته اوس یو نوی پټنځای (افغانستان) ته لاره موندلې ده چې، هلته د پیاوړو ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړوي.

د ډیلي بیسټ په راپور کې راغلي: «د طالبانو واکمني (د ظلم او له ښځو سره تاوتریخوالي) سربیره د داعش د ګواښ د بیا راپورته کېدو لامل شوې ده.»

د دې راپور له مخې، سره له دې چې طالبان ادعا کوی چې په افغانستان کې یې داعش ځپلی او په دې برخه کې به لا هم هڅې وکړی. خو دې ډلې ته اجازه ورکړل شوې چې په هیواد کې زرګونه جنګیالو ته روزنه او د بریدونو پلانونه ورکړي او خپل صفونه بیا پیاوړي کړي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې داعش د «چې ومو لیدل؛ ویې وژنئ» تر سرلیک لاندې د تاوتریخوالي نوی کمپاین پیل کړی، چې په دې توګه یې تېر او سږ کال په افغانستان کې ګڼ بریدونه ترسره کړي او لسګونه ولسي وګړي یې وژلي دي.

د لومړي ځل لپاره په (۲۰۱۸-اکتوبر)کې د حماس له خوا دا طرحه «چې ومو لیدل؛ ویې وژنئ» وړاندې شوه، تر څو پر غزې د اسرائیلو د بریدونو غچ واخلي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې؛ داسې ښکاري چې د داعش د ننوتو ساحه په پراخېدو ده او هغه ډلې چې د داعش تګلاره یې پخوا «بدعت» بلله، اوس د دې ډلې په لیکو کې شاملېږي.

که څه هم طالبانو تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې؛ په افغانستان کې یې داعش ځپلی دی، خو د ډیلي بیسټ د دې راپور په غبرګون کې تر اوسه دوی څه نه دي ویلي.