افغانستان

د ملګرو ملتونو راپور: په افغانستان کې امنيتي پېښې ۳۸سلنه لوړې شوې دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې؛ د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمه(د لړم له ۱۰څخه تر ۲۰ د سلواغې میاشتې) پورې د امنیتي پېښو شمېر د تېر کال د همدې دورې په پرتله ۳۸ سلنه زیات شوی دی.

په دې راپور کې راغلي چې؛ ملګرو ملتونو په دې موده کې په افغانستان کې ۱۵۰۸ امنیتي پېښې ثبت کړې چې د تېر کال د ۱۰۹۰ پېښو په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې راپور موندنې ښيي؛ چې په دې درېيو مياشتو کې د هیواد مرکزي سيمې له ۲۶۳ پېښو سره تر ټولو ډېرې امنيتي پېښې او ۲۴۷ پېښې په شمال ختيځو ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د دې راپور له مخې؛ ډېری دغه پېښې د نشه يي توکو په کښت او تولید کې د ښکېلو کسانو سره په شخړو پورې تړاو لري. په راپور کې راغلي چې؛ د دې پېښو شمېر له ۱۰۲ څخه ۲۶۳ پېښو ته لوړ شوی دی.

په راپور کې دا هم راغلي چې؛ په دې موده کې طالبانو د حزب التحریر شپږ غړي نیولي دي.

د دې راپور له مخې؛ وسله والې نښتې د تېر کال په شان دوام لري خو د تېر کال په پرتله یوازې یوه پېښه کمه شوې ده. په دې کال کې د وسله والو نښتو ۶۰ پېښې ثبت شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې؛ د طالبانو پوځي مخالفانو د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړی، خو د طالبانو اداره یې ننګولې نه ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د آزادۍ جبهې( له ۱۰ تر ۲۰ لړم) پورې بریدونه کړي، چې دا ځل یې بریدونه پر ښارونو زیات وو.

د دې راپور پر بنسټ؛ د مقاومت جبهه په پروان ولایت کې فعاله ده، په داسې حال کې چې تر دې مهاله یې په پنجشیر کې کوم برید نه دی ترسره کړی.

د دې په دوام په راپور کې راغلي چې؛ داعش په دې موده کې د درېیو بریدونو مسؤولیت په غاړه اخیستی، چې د دې موضوع په وړاندې، دې ډلې د تېر کال په همدې موده کې د ۸ بریدونو مسؤولیت منلی وو.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې، د داعش بریدونه تر ډېره د «شیعه» ولسي وګړو او د طالبانو د غړو په نښه کولو باندې څرخېدل.

طالبانو له ۷۰۰۰ څخه زیاتې مدرسې جوړې کړې دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې؛ د جنورۍ په ۲۶مه (د سلواغې شپږمه) طالبانو په ولایتونو کې د پوهنې ټولو ریاستونو ته امر کړې؛ چې د راتلونکي کال لپاره په ښوونیز نصاب کې بدلون راولي.

د دې امر پر بنسټ به د مدني زده کړو، خطاطۍ، د ژوند مهارتونه او د بهرنیو ژبو (په استثناء د عربي ژبې) پرځای به اسلامي مضمونونه ورزیات شي.

په راپور کې ویل شوي چې؛ طالبانو اسلامي مضمونونو ته په لومړیتوب ورکولو سره سره دا هم زیاته کړې چې؛ په ښوونځیو کې دې دیني عالمان په تدریس چارو وګمارل شي.

د دې راپور له مخې طالبانو د نویو مدرسو جوړولو ته دوام ورکړی، چې ډېری زده کوونکي یې هلکان دي.

په راپور کې راغلي چې؛ په درېيو مياشتو کې طالبانو د نجونو لپاره د یوې ديني مدرسې په ګډون اووه نوې مدرسې جوړې کړې دي، خو د غونډو مدرسو شمېر د هلکانو لپاره ٦٨٣٦ او د نجونو لپاره ٣٨٠ مدرسو ته رسېدلې دي.

په راپور کې راغلي چې؛ د لړم میاشتې له ۱۰څخه تر ۱۵ د سلواغې د(۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ څخه د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۴مې) نیټې پورې لږ تر لږه ۲۴۶۴ کسان د طالبانو له مدرسو فارغ شوي او په دې منځ کې د لومړي ځل لپاره ۱۲۸ نجونې هم له دغو مدرسو فارغې شوې دي.

د دې راپور له مخې راغلي چې؛ د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې (میزان ۱۴۰۲) د طالبانو مشر د تېر کال تر پایه د ۱۰۰۰۰۰ مدرسو د ښوونکو د استخدام امر صادر کړ؛ خو د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۳۰(۹ جدی) پورې یوازې په کندهار کې د دې ګومارنې موخه د مرسو په ۹۰۰۰ ښوونکو بشپړه شوه او په نورو ولایتونو کې د دغو استادانو د استخدام لړۍ دوام لري.