افغانستان

بریټانیه وروسته له دې «د مسلمانانو افراطي تبلیغیانو» د ورننوتو مخه نیسي

د بریټانیا د حکومت د نوي پلان پر بنسټ؛ به له دې وروسته له افغانستان، پاکستان او اندونيزيا څخه د «مسلمانانو افراطي تبلیغیانو» د ننوتلو مخه ونيول شي.

د ډېيلي ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې؛ برټانوي مامورین په دې لټه کې دي چې له هیواده بهر «تر ټولو خطرناک مسلمان افراطيان» وپیژني او وروسته یې « د ویزو اخطاري لیست» ته وراضافه کړي، تر څو نور د برټانیې ویزه ترلاسه نه کړي.

د بریټانیا د قانون له مخې به په دې لیست کې شامل خلک به په اتوماتيک ډول هیواد ته له ورننوتو منع وي.

دا پلان د بریټانیا حکومت وروسته له هغه په ​​لاره واچاوو؛ چې لومړي وزیر ریشي سوناک د جمعې په ورځ په ډاونینګ ۱۰ کې په یوه وینا کې خبرداری ورکړ چې؛ د هیواد ډیموکراتیک ارزښتونه او د مذهبونو رنګارنګي د «مسلمانو افراطیانو» له ګواښ سره مخ دي.
سوناک په دې غونډه کې وویل: « موږ به د هغو خلکو د راننوتلو د مخنیوي لپاره لاس په کار شو چې موخه یې د بریټانیې ارزښتونو ته زیان رسول دي.»

د برټانوي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دې هیواد لومړي وزیر حکومتي چارواکو ته امر کړی؛ «که څوک د خلکو ترمنځ د (کرکو او ترور)لامل کېږي، دوی باید د ویزې په درلودلو سره سره په بریټانیه کې د اوسېدلو حق ونلري.»

همداراز ریشي سوناک له هغو لاریون کوونکو څخه چې د اسرائیلو او حماس تر منځ د شخړو د مخنیوي لپاره د دې هیواد په واټونو کې راټولیږي، غوښتي دي چې؛ د دوی له خوځښت او لاریونونه هیڅ ګټه نه پورته کوي.

نوموړي ویلي دي: «موږ باید له هغو افراطیانو سره مقابله وکړو چې موږ ویشي، موږ باید دا (زهر) له منځه یوسو.»

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ په زرګونو خلکو د لندن سړکونو ته «د فلسطینیانو د غزې پر تړانګې د اسرائیلو د بریدونو پر ضد» لاریونونه وکړل.
خو د دې هیواد پولیسو ۱۲ کسان په لندن کې د « د لندن د امنیت خرابولو » په تور نیولي دي.