افغانستان

په پکتيا کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي

د پکتيا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې؛ چاودنه پرون د جاني خېلو ولسوالۍ په یوه کور کې شوې ده او ټپيان په خوست کې یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناچاودو توکو چاودنې هر کال لسګونه ماشومان وژني.

د ملګرو ملتونو د پيسو صندوق زیاته کړې؛ افغانستان د ماینونو او ناچاودو وسلو د شتون له امله د نړۍ یو له ککړو هېوادونو څخه دی.