افغانستان

ټي ټی پي په خیبر پښتونخوا کې د یوه«کوچني امارت»جوړولو اراده لري

د منځني خاور د رسنيو څېړنیز انستیتوت (MEMRI) په یوه نوې څېړنه «په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان کې د طالبانو راتلونکي ته کتنه» تر سرلیک ویلي دي چې؛ د پاکستاني طالبانو تحریک غواړي چې په خیبر پښتونخوا کې یو «کوچنی امارت»جوړ کړي.

دا څېړنیز انسټیټیوټ د کشمیر مسئلې ته په اشارې وايي چې؛ که د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي ټي پي) دا تګلاره بریالۍ شي، د افغانستان او پاکستان تر منځ به ډېره بده پایله ولري.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې؛ د خیبر پښتونخوا ایالت چې جنوبي او شمالي وزیرستان پکښې شامل دي، د پاکستاني تحریک طالبان یوه پخوانۍ اډه بلل کېږي.

همدارنګه په دې څېړنه کې راغلي: لکه څنګه چې د «کشمیر مسئلې» هند او پاکستان په پرله پسې توګه جګړې ته راکش کړي دي؛ تر ۲۰۲۱ کال وروسته خیبر پښتونخوا او شاوخوا سیمو پورې اړوندو مسايلو هم په پرله پسې ډول افغانستان او پاکستان جګړې او د « او سولې بې پایله»خبرو اترو ته اړ کړي دي.

د دې څېړنیز انسټیټیوټ د راپور له مخې راغلي چې؛ که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بریا وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) مشر فیض حمید په کابل کې وویل چېرهر څه به «سم» شي؛ خو تر اوسه هیڅ هم سم نه دي.