افغانستان

په هیواد کې سختو واورو د ۱۵ تنو ژوند اخیستی

د هېواد په بېلابېلو برخو کې له تېرو درېيو ورځو راپه دې خوا د سختې واورې ورېدو له امله ١٥ تنه مړه او شاوخوا ٣٠ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ په بلخ او فاریاب ولایتونو کې د ورښتونو له امله د ځاني تلفاتو تر څنګ شاوخوا لس زره څاروي هم له منځه تللي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین رسنیو ته ویلي چې؛ د دې وضعیت د کنټرولولو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په اېکس پاڼه کې لیکلي چې؛ له تېرو درېیو ورځو راهیسې د واورې د ورښت له امله د سالنګ لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده او د بامیانو، دایکندي، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو لارې هم په لنډ مهاله توګه بندې شوې دي.