افغانستان

سپینه ماڼۍ:د دوحې تړون طالبان پیاوړي او زموږ همکاران یې کمزوري کړل

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پېیر پرون د واشنګټن په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ له طالبانو سره د دوحې د تړون لاسلیک دوی پیاوړي کړي او په افغانستان کې یې زموږ همکاران کمزوري کړي دي.

پېیر وویل: «له افغانستان څخه د وتلو لپاره د ولسمشر بایډن ټاکنه د ټرمپ د ادارې له خوا د رامنځته شويو شرايطو څخه خورا ډېره اغېزمنه وه»

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې؛ کوم وخت چې بایډن ولسمشر شو، طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په خپل قوي دریځ کې ولاړ وو.

نوموړې زیاتوي چې د آمریکې متحده آيالات لا هم طالبان خپلو تړونونو لپاره مسؤل ګڼي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن جین پېیر پرون په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې له طالبانو سره د دوحې د تړون لاسلیک دوی پیاوړي کړي او په افغانستان کې یې زموږ همکاران کمزوري کړي دي.

مېرمن پېیر دا هم وویل: «د ټرمپ ادارې په ۲۰۲۰ کال په دوحه کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ او متحده ایالاتو د ولسمشر بایډن له لوړې وروسته ژمنه وکړه چې؛ له «کومې څرګندې لارې او پلان» پرته به خپل ځواکونه له افغانستانه څخه وباسي.

که څه هم د آمریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار له طالبانو سره د سولې د تړون د لاسلیکولو په اړه د خپلې د پرېکړې دفاع کړې؛ خو اوس بیا یو شمېر جمهوري غوښتونکو پر جوبایډن نیوکه کړې چې څنګه له افغانستانه وتلی دی.

همداراز ژان پېير زیاتوي چې؛ طالبانو د دوحې په تړون کې خپلې وعدې نه دي پوره کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه نوي غږیز کلیپ کې چې د دوی تر واک لاندې د ملي ټلویزیون له خوا خپره شوې ویلي چې؛ د همدې هوکړې پر اساس طالبانو له افغانستانه د (آمریکی)یرغلګر ځواکونه ایستلي او د دې تړون ځینې مادې له هغه مخته له منځه تللې دي.