افغانستان

پنتاګون «سترو جګړو» ته تیاری نیسي

اسوشیټېد پرېس په یوه راپور کې ویلي دي چې؛ د متحده ایالاتو پوځ په یوه نوي پلان او جوړښت کې د «سترو جګړو» لپاره چمتووالی نیسي.

د آمریکا د دفاع وزارت(پنټاګون) د ځمکنیو ځواکونو مرستیال کریسټین ورموت پرون په یوه خبري غونډه کې د دې پروګرام اعلان وکړ.

د دې نوي پلان او جوړښت له مخې به پنټاګون خپل شاوخوا ۲۴۰۰ کارکوونکي چې ډیری يې په تشریفاتي او تشو پوسټونو کې بوخت دي له دندو ګوښه کړي.

ویل کېږي چې د دې پوځ ۲۴۰۰ کارکوونکي چې په عراق او افغانستان کې د وسله والو په وړاندې د جګړو لپاره ګومارل شوي وو او اوس مهال ورته ځانګړې اړتیا نه لیدل کېږي، له دندو به ګوښه شي.

د دې په وړاندې په ریپوټ کې راغلي چې؛ په دې نوي سازمان کې به د هوايي دفاع او د ډرون ضد قطعاتو په ګډون په نورو مهمو برخو کې شاوخوا ۷۵۰۰ سرتېري وروزل شي.

د دې جوړښت په چوکاټ کې به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سایبري تیاریو لرونکې ضربتي پینځه ډلې او د پرمختلليو بریدونو اوږده واټن وړتیا لرونکي کاري ځواکونه به د آمریکې پوځ ته ورزیات شي.

د دې راپور له مخې کریسین ورموت ویلي چې؛ په دې ستراتیژۍ کې به د آمریکې پوځ له دې وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې او تروریسم ضد عملیاتو څخه ووځي او په راتلونکي کې به د «سترو جګړو» لپاره چمتووالی ونیسي.

آمریکا د دې نوی پلان او جوړښت خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې په عراق او افغانستان کې یې دوه لسیزې جګړې تر سر تیرې کړې دي.