افغانستان

ګوتریش: د نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار «ظالمانه» مخنیوی دې لیرې شي

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر ایکس پاڼه ویلي چې د افغانستان ډېری وګړي په بې‌وزلۍ او زده‌کړو او کار ته له لاسرسي پرته ژوند کوي.

 افغانستان کې ښځې او نجونې باید په معنی لروونکې توګه د ژوندانه په ټولو برخو کې برخه ولري.

د ملګروملتونو سرمنشي پر ایکس پاڼه همداراز زیاته کړې: «په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار «ظالمانه» مخنیوی باید لیرې شي.»

ښاغلی ګوتریش همداراز زیاتوي چې د هېواد نیمايي وګړي به سږکال مرستو ته اړتیا ولري؛ خو ددې سازمان مرستندویه بنسټونو تراوسه د اړتیا وړ کابو درې سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده.

هغه وایي: «افغانستان د امنیت، فساد د مخنیوي او کوکنارو د کښت د کمښت په برخو کې یو لړ پرمختګونه لرلي؛ خو ډېر نور موردونه پاتې دي چې عملي شي.»

له دې سره همهاله، هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار «ظالمانه» مخنیوی باید لیرې شي.

د ملګروملتونو سرمنشي وايي، نړیواله ټولنه باید خپلې هڅې متمرکزې کړي چې طالبان «د افغانانو حقونو او اړتیاوو» ته لومړیتوب ورکړي.

ګوتریش دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې پرون (دوشنبې د سلواغې دېرشمه) د دغه سازمان په کوربتوب او د «طالبانو له ګډون پرته» د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده.