افغانستان

طالبانو یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي پر «نه‌منلو» ټینګار کړی دی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ټاکل د منلو وړ نه دي.

هغه د جاپان له ان‌اچ‌ک (NHK) شبکې سره په مرکه کې ویلي چې دا ځانګړی استازی ښايي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ځینې پرېکړې وتپي.

له دې مخکې د افغانستان یو شمېر سیاسي او مدني بهیرونو په اعلامیو او پرېکړه لیکونو کې په دوحه کې د ناستې په ترسره کولو د ملګروملتونو له خوا د دغه ځانګړي استازي له ټاکلو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ټاکل امنیت شورا ته ددغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواک راپور مهم وړانديز و.

که څه هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل له دې مخکې د ملګروملتونو په کوربتوب د دوحې ناستې اصلي اجنډا وه؛ خو دا ناسته پرون (دوشنبې د سلواغې دېرشمه» ددغه ځانګړي استازي له معرفي کولو پرته پای ته ورسېده.