افغانستان

د افغانستان په اړه د دوحې ناستې دوهمه ورځ پيل شوه

په دوحه کې د ملګروملتونو په کوربتوب د هېوادونو د ځانګړو استازو ناستې دوهمه ورځ پيل شوه.

له دغې ناستې سرچینې وایي چې په غونډه کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ټاکل چې د دې ناستې مهمه برخه وه، نه ترسره کېږي.

د سرچینو په وینا، ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی د روانې زېږدیزې میاشتې په وروستیو کې د ملګروملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وګمارل شي.

ملګروملتونو ویلي چې د دغه سازمان سرمنشي به په ځایي وخت له غرمې وروسته په درېيو بجو د ځانګړو استازو په ناسته کې وینا وکړي.

د هېوادونو او سازمانونو د ځانګړو استازو په ګډون د ملګروملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه له کړکېچ څخه د افغانستان د خلاصون په لرلید سره پرون د قطر په دوحه کې پيل شوې ده.

په دې غونډه کې، د دوو ورځو لپاره څلور ناستې پلان شوې چې لومړۍ تېره ورځ ماښام مهال د هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ ترسره شوه.

خو اصلي ناستې او خبرې د دې غونډې د دوهمې ورځې (دوشنبې) په اجنډا کې دي.

د دوهمې ورځې لومړۍ ناسته د دوحې پروخت د سهار له نهو بجو د هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ پيل شوه او تمه کېږي چې درې کاري ناستې ولري.

د ملګروملتونو د سرمنشي له وینا وروسته ځانګړي استازي د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره خبرې‌اترې کوي.

که څه هم د هېوادونو د ځانګړو استازو وروستۍ ناسته په ۵:۳۰ دقیقو له طالب استازو سره پلان شوې وه، خو د طالبانو په نه‌شتون سره دا برخه له اجنډا لیرې شوې ده.