افغانستان

نی عمومي منشي ته: «طالبان په رسمیت مه پېژنئ او دوی مدرسو او جوماتونو ته ستانه کړئ»

د افغانستان له آزادو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» او د فهیم دشتي بنسټ د دوحې ناستې له ترسره کېدو سره همهاله په ګډ لیک کې د ملګروملتونو له سرمنشي غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او دوی ځواب ویونکي او مدرسو او جوماتونو ته ستانه کړي.

په دې لیک کې راغلي: «د ملګروملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش څخه غواړو چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو آن په مشروط ډول هم مخنیوی وکړي.»

په دې لیک کې راغلي: «طالبانو په څه د پاسه تېرو دوو لسیزو کې په عامه او وروستیو دوو نیمو کلونو کې په ځانګړې توګه د هېواد مادي او معنوي ارزښتونه له منځه وړي او په اوسني وخت کې یې د افغانستان د راتلونکي له منځه وړلو ته ملا تړلې ده.»

د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) همداراز ویلي چې طالبان د نورو لاس ته راوړنو له منځه وړلو ترڅنګ په پراخو فشارونو سره په هېواد کې د دې بنسټ دروازه وتړله او خبریالان یې ناهیلې کړل.

دغه بنسټ ویلي: «زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان باید د ټولو غیرانساني کړنو درولو ترڅنګ ددغو لاس ته راوړنو له منځه وړلو په اړه ځواب ویوونکي شي.»

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو تېره ورځ اعلان کړی، د ملګروملتونو له خوا د دوی د شرطونو نه منلو ته په پام سره دوی د دوحې په غونډه کې ګډون نه کوي.