افغانستان

په قطر کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو په دوه ورځنۍ غونډه کې د سلامشورو پیل

د ملګروملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې سلامشورې نن (یکشنبې) پیل شوې.

ټاکل شوې د دې ناستې په لومړۍ ورځ د هېوادونو د ځانګړو استازو او د ښځو او مدني ټولنې د استازو په ګډون د افغانستان د بېلابېلو ډلو ترمنځ کتنې ترسره شي.

طالبان هم دغې ناستې ته وربلل شوي وو، خو اعلان یې وکړ چې د ملګروملتونو له‌خوا یې شرطونه نه دي منل شوي