افغانستان

د دوحې ناستې ته د طالبانو له وربللو سره د یو شمېر سیاسي بهیرونو مخالفت

File Photo.

د افغانستان سیاسي بهیرونو د دوحې ناستې به اړه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په دې ناسته کې د طالبانو په بلنې د «دوی د حکومتولۍ بڼې» له‌امله نه یوازې له افغانستانه استازولي نه کېږي بلکې دوی ته د «تاوتریخوالي» د دوام جرئت هم ورکوي.

د مقاومت شورا، آزادي جبهې، د افغان مېرمنو د اعتراض غورځنګ، وحدت ګوند، جنبش ګوند، اسلامي دعوت او نورو ګوندونو او ولسي شوراګانو په دغه اعلامیه کې کې همداراز ویلي: «په داسې حال کې چې د خلکو په رایو سره د سیاسي برخلیک د ټاکلو حق؛ د ملګروملتونو تلپاتې اصل دی؛ خو طالبانو د تاوتریخوالي او جبر له لارې په افغانستان کې سیاسي واکمنۍ غصب کړې او د دوی خلاف هر ډول نیوکه ځپي.»

په دې اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د ۲۰۲۱ په اګست کې، د کورنۍ او نړیوالې دسیسې له مخې طالبانو ته سپارل شوی او په هېواد کې سیاسي نظام وپاشل شو.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانانو غوښتنې له افغانستان سره د سیمې او نړۍ د هېوادونو له «مشروع» سیاسي، امنیتي او اقتصادي تعامل سره مهمې دي.

دغو سیاسي بهیرونو همداراز په ګډه ویلي چې د هېواد د کړکېچ د حل لپاره «خبرواترو» ته لومړیتوب ورکوو.

دغو ګوندونو او سیاسي بهیرونو له ملګروملتونو او سیمې او نړۍ له هېوادونو چې د دوحې په ناسته کې مهم رول لري، غوښتي چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د ټولو ښکېلو سیاسي لوریو د ګډون زمینه برابره کړي؛ ترڅو د یوه ملي هراړخیزه بهیر په برابرېدو، په افغانستان کې د «خلکو د رایو پربنسټ قانوني» دولت د جوړېدو زمینه برابره شي.