ورزش

محمد نبي د کرېکټ د ۵۰ اوریزو سیالیو د تر ټولو غوره «آلراونډر» نوم خپل کړ

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي د سریلانکا په وړاندې د په زړه پورې لوبې کولو وروسته د نړۍ په کچه د کرېکټ د ۵۰ اوریزو سیالیو د تر ټولو غوره «الراونډر» نوم کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې مخکې د بنګلادیش لوبغاړي شکېب‌الحسن دا مقام خپل کړی و.

محمد نبي تراوسه په ۱۵۸ پنځوس اوریزو لوبو کې درې زره او ۳۴۵ منډې ترلاسه کړې دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي چې بنګلادېشي لوبغاړي د افغان لوبغاړي راشد خان له شا ته کولو وروسته د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې له اوومې نېټې بیا د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر نهمې پورې په دغه مقام کې و.

محمد نبي د سریلانکا په وړاندې د افغانستان د ۵۰ اوریزو لوبو په لومړي پړاو کې په داسې حال کې چې د مقابلې لوبډلې یو لوبغاړی یې وسوځاوه، د افغانستان په ګټه کې ۱۳۶ منډې جوړې کړي.

که څه هم افغانستان هغه لوبه د ۴۲ منډو په توپیر سره سریلانکا ته بایلوده.

محمد نبي له سریلانکايي تیلاکاراتنه وروسته، د کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو زیات عُمر لروونکی لوبغاړی دی چې د «الراونډر» لومړی ځای یې خپل کړی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن هم د سریلانکا په وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په لړ کې درېیمه لوبه ترسره کوي. افغانستان له دې مخکې د دې لړۍ دوې نورې لوبې سریلانکا ته بایللې دي.